ایکناخبری آژآنس د البیان له قوله راپور راکړ، د متحده عربی اماراتو نړیوالې خیریه موسیسې (International Charity Organization) د ۲۰۲۲کال لپاره د ؛قربانۍ کمپیّن ، پیل کړی دی چې دمتحده عربی اماراتو په داخل او خارج کې د څه دپاسه پنځلس میلیون درهمو په پانګې سره پکې مختلفو پروګرامو نه کیښودل شوي دي .
دغې موسیسې د اماراتو په داخل کې د قربانۍ ارزښت شپږ سوه شل درهمه او له هیواده په بهر کې دقربانۍ ارزښت پنځه سوه درهمه او له هیواده په بهر کې د قربانۍ د ذبحه کولو بیّه او قیمت او د هیواد په داخل کې ئې د غوښې ویشلو قیمت درې سوه پنځوس درهمه اعلان کړی دی . همداراز د غوا په قربانۍ کې د هرې یوې کورنۍ ونډه درې سوه پنځوس درهمه په نظر کې نیول شوې ده . د شریعت دقوانینو په اساس اوه کسان اجازت لري ، چې یوه غوا یا یو ډنګر او څاروی په مشترکه توګه قرباني کړي .
ددغې موسیسې عمومی منشي خالد عبدالوهاب الخاجه په دې خبرې په ټيڼګار سره چې دقربانۍ کمپین ددې دیني مقام او د هغې انسان دوستۍ امتیاز ته په پام سره چې د بې وځلو اواړمنو لپاره ئې لري ، د دغه وخت یوترټولو مهم کمپیّن دی ، نیک او خیرښيګڼې کونکي کسان ئې د خیر کارونو ، بخشش او صدقې ورکولو په چارو کې پانګونې او د انسان دوستۍ د پروژو او نوښتنو څخه ملاتړ ته وبلل .
په دغه کمپین کې ، د قربانۍ ذبحه ، د اختر د قالیو برابرول ، د عرفې په ورځې طعام ورکول ، د مسلمانو یوه کلي ته طعام ورکول ، د پوروړو د مشکلاتو حل کولو پشمول مختلفو پروژې او همداراز دجوماتونو جوړول ، د قرآن کریم د حفظ د مرکزونو اجرا ، د اوبو دڅاګانو کندل ، له یتیمانو څخه ملاتړ او د قرآنونو ویشل هم پکې شامل دي .
دغه خیریّه موسیسه په درست کال کې په متحده عربی اماراتو او له دغه هیواده په بهر کې د روژې د مبارکې میاشتې پشمول په دیني مناسبتونو کې مختلف کمپینونه او پروګرامونه ترسره کوي .